Valgfri overskrift

ولی خپل ژوند په خطر کی اچوی؟

آیا تاسو د یو ښه اقتصادي راتلونکې لپاره خپل هیواد پریږدئ؟
آیا تاسو د دندې موندلو په موخه خپل هیواد پریږدئ؟

په ناروی کی د لویانو د پناه اخستو لپاره دا لاملونه (دلایل) د اعتبار وړ نه دی

تاسو به بیرته خپل هیواد ته راستانه کړل شئ.

ډیرو وګړو اروپا ته د تګ پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا هم له سپکاوي سره مخ شوي.

له ۲۰۱۴ زیږدیز کال راهیسي له لس زرو ۱۰۰۰۰ څخه زیاتو وګړو اروپا ته د مدیترانیې سمندر څخه د تیریدلو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی.

دا چې تاسو ته هلته د پاتې کیدلو اجازه نه درکول کیږي نو ولې خپل ژوند په خطر کې اچوئ او خپلې سپما کړې پیسې قاچاقبرانو ته ورکوئ؟

تاسو د جبری راستنیدو خطر اخلی

ناروی د هغه پناه غوښتونکو لپاره چې د پناه غوښتنې حقوق و نه لري یو ښه پناه ځای نه دی.

تاسو به په زور له ناروې څخه وویستل شئ.

په ۲۰۱۵ زیږدیز کال کې د ناروې پولیسو اته زره ۸۰۰۰ پناه غوښتونکي له ناروې څخه بهر کړي.

مخکې له دې چې ناروې ته خطرناک سفر پیل کړئ پورتني ټکي په پام کې ونیسئ.

په ناروې کې د پناه غوښتنې سخت قوانین

د ناروې د کډوالۍ سخت قوانین

په ناروې کې پر کډوالو او مهاجرو سخت قوانین ایښودل شوي.

که تاسو غواړئ چې په ناروې کې کار او زده کړې وکړئ نو مخکې له دې چې تاسو ناروې ته سفر وکړئ باید اړوند اجازه لیک تر لاسه کړئ.

هغه څوک چې د پناه غوښتنې او د اوسیدلو د اجازه لیک شرایط پوره نه کړي او په دې برخه کې یې غوښتنلیک رد شي باید بیرته خپل هیواد ته ستون شي.

که تاسو په خپله خوښه بیرته خپل هیواد ته نه ستنیږئ نو په زور به د ناروې له هیواد څخه وویستل شئ.

په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې ناروې هیواد د کډوالۍ په قانون او شرایطو کې ځینې بدلونونه راوړي چې په لاندې ډول ترې یادونه کوو:

۱- د کډوالۍ حالات او په ناروې کې د اوسیدلو اجازه هغه وخت اخیستل کیږي کله چې نوره د کډوالو ساتلو ته اړتیا نه وي او هغوی په خپل هیواد کې امن وي.

۲- ناروې د ترکیې له هیواد سره یو تړون لاسلیک کړی چې له مخې به یې هغه کسان چې د ترکیې تابعیت لري،‌ د دریم ګړي هیواد اوسیدونکي او هغه بې کوره وګړي چې په ترکیه کې د اوسیدلو ویزه او اسناد ولري بیرته ترکیې هیواد ته ستانه کړل شي.

۳- اوس شوني ده چې د پناه غوښتنې هغه غوښتلیکونه رد کړل شي چې د کډوالۍ د اسانتیاوو څخه نا سمه استفاده کوي.

۴- د کورنۍ جوړولو په برخه کې شرط ایښودل شوی چې دواړه لوري باید ۲۴ کاله عمر ولري.‌ د دغه کار موخه د اجباري ودونو مخه نیول دي. په دې برخه کې هغه وخت استثنا شته کله چې معلومه شي چې واده د دواړو لوریو په خوښه تر سره کیږي.

۵- که چیرته د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه د کډوالۍ د قوانینو سره په ټکر کې وي او یا هم پناه غوښتونکی ناروې ته له رسیدلو وروسته خپل هویت نه ښایي نو د کډوالو چارو مسولین کولای شي د دغه ډول کډوالو غوښتنلیکونه رد کړي.

۶- پریکړه شوې چې په ناروې هیواد کې هغه منل شوو کډوالو ته به په ناروې کې د دایمي میشته کیدلو حق ورکول کیږي کوم چې په دغه هیواد کې یې شپږ کاله ژوند کړی وي. مخکې دغه موده څلور کاله وه.